کېداى شي د امامت د بحث مطرحول، د لوستونکيو په ذهن کې نيوکې رامنځ ته کړي. دلته ددې نيوکو د مطرحولو تر څنګ مو خپل نظر هم ويلى دى. په اړه دوه بنسټيزې نيوکې دي : -١هر ملت تل کوښښ کوي، چې د خپل تاريخ ښکلي ټکي بهر راوړاندې کړي او څومره، چې شونې وي؛ نو د خپل تاريخ پر ناړوه پېښو پرده اچوي. د يو مسلک او دين وياړنې پېښې يې اصالت او حقانيت ګڼل کېږي او لېوالتياوې ورته ډېروي؛ خو د تاريخ ناوړه پېښې يې په اصالت کې د شک لاملېږي او د خلاقه ځواک د کمزورۍ نښه يې ګڼل کېږي. د خلافت او امامت او د صدر اسلام د ناوړه پېښو په اړه بحث او په ناوړو بهيرونو کې يې تکرارېدل _ په تېره په اوسني پېر کې، چې له ديني پلوه نوى کهول په روحي کړکېچ کې دى_ اسلام ته لېوالتيا کمزورې کوي. په تېر وخت کې شونې وه، چې دا بحثونه مطلوب اغېز ولري او پامونه يې له يوې اسلامي څانګې بلې ته اړول؛ خو په اوسني پېر کې يې مطرحول او ويل، پر اصل او جرړه د فکرونو ګروهه څپڅپانده کوي. ولې نور تل په دې هڅه کې دي، چې د خپل تاريخ پر ناوړه پېښو پرده واچوي؛ خو زموږ د مسلمانانو کوښښ دادی، چې و يې وايو او احياناً تر هغه څه يې زيات ښيو، چې دي؟!
موږ له پورتني نظر سره موافقه نشو کړاى. تصديقوو يې، چې که د تاريخ کره کتنه يوازې د ناوړه پېښو په ويلو وي؛ نو هماغه اغېز به ولري، چې پورته وويل شو؛ خو بلخوا که يوازې د تاريخ په وياړنو برخو ډډه وکړو او پر ناوړه پېښو پرده واچول شي؛ نو دې ته د تاريخ کره کتنه نه ويل کېږي؛ بلکې د تاريخ اړونه او تحريف دى.
کوم تاريخ دى، چې له ناوړه پېښو پاک وي؟ د هر قوم او بشريت تاريخ د ناوړه او مطلوبو پېښو يوه ټولګه ده او بې له دې څه کېداى نشي. خداى يو قوم هم د پرښتو په سيرت له ګناه پاک پنځولى نه دى. د ښکلا او ناوړو پېښو له پلوه د اقوامو، ملتونو، اديانو او. . . . تاريخ توپير په دې کې نه دى، چې يو مخې ټوله ښکلا او بل يې ټول ناوړه وي؛ بلکې د ښکلا او ناوړو تر منځ يو تړاو دى.

رهبری در اسلام از اهمیت و جایگاه مهمی برخوردار است كه اصول و ویژگی‌‌های خاصی برای آن وجود دارد. دین اسلام بر امر رهبری و مدیریت جامعه تاكید زیادی دارد و پیامبران و امامان و اولوالامر را رهبر اجتماع در تمام امور معرفی كرده است. فعلیت یافتن زمامداری اسلامی نیز دلیل بارز بر توجه اسلام به امر ولایت و رهبری می‌باشد. این مسئله، حكمتی است كه حكایت از نیاز مردم جامعه به زمامداری می‌كند تا از هرج و مرج جلوگیری شود و نظم و صلح تضمین گردد. قرآن كریم، در مورد امامت و رهبری، هم به گذشته پرداخته و هم برای آینده نیز احكامی را ارائه كرده و ضرورت و اهمیت این مسئله را بیان نموده است. هر چند بزرگان صدر اسلام و پیامبر اكرم(ص) رخت از جهان بر بسته‌اند، اما جامعه همچنان به حیات خود ادامه می‌دهد. در این صورت نیز، نیاز به زمامداری و مدیریت سیاسی جامعه كاملاً احساس می‌شود. جامعه اسلامی نیز از این ضرورت مستثنی نیست. در قرآن كریم در باب رهبری آیات متعددی وجود دارد و هر كدام از این آیات ویژگی‌‌های خاصی از رهبری و لزوم و ضرورت آن را بیان نموده است. در زمینه رهبری چنین آمده است: ای كسانی كه ایمان آورده‌اید از خداوند، پیامبر و اولوالامر اطاعت كنید و هر گاه در امری نزاع داشتید، آن را به خدا و پیامبر ارجاع دهید. در این آیه، مفسران منظور از كلمه «امر» را امارت و حكومت و اداره امور شئون امت اسلامی دانسته اند.

لینک کوتاه مطلب : https://ofoghandisha.com/?p=8298

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

آخرین مطالب