څو كاله وړاندې مې دا كتاب د تاريخ د حركت د نوې كتنې لپاره په ((صفين)) ونوماوه. د كتاب له كښلو چې نيت د حضرت علي او حضرت جناب امیر معاويه ترمنځ د شخړې په اړه څېړنه او په اسلامي ټولنه کې يې غبرګون و، خو په تاريخي پېښو کې له ځيرنې، را څرګنده شوه، چې د ((صفين)) پېښه له تېرو سترو پېښو زېږېدلې؛ نو ځكه شاته ستون شوم، چې د حضرت عثمان (رض) په اړه څېړنه وكړم.
د حضرت عثمان (رض) په باب ویینې اړ كړم، چې د حضرت عمر (رض) په اړه څېړنه وكړم او د حضرت عمر (رض) په هکله څېړنې اړ كړم، چې د حضرت ابوبكر صديق (رض) په باب غور وكړم، تر دې چې د جناب رسول الله صلی الله علیه و آله د ژوند د حالاتو څېړنې ته ورسېدم او پردې باور شوم، چې كږ لېچ د نبي كريم صلی الله علیه و آله د ژوند له روستي و وختونو پيل شو او د((صفين)) جرړه له همدې ځايه ده او چې جناب رسول الله صلی الله علیه و آله وفات شو، سياست د تورې په مرسته ټبريزه ليكه واكمنه كړه، هغه ليكه چې حضرت ابوبكر (رض) او حضرت عمر (رض) يې بنسټ كېښود او اموي ليكه ترې راوټوكېده.
نو صفين د ټبريز یا قبیلوي اسلام د بهير پاى و، چې د جناب رسول الله صلی الله علیه و آله تر وفات روسته واكمن شوى و، نو د رسول اكرم د ژوند د روستيو حالاتو پېژندنه؛ یعنې د صفين پېژندنه.
د نبي كريم صلی الله علیه و آله تر وفات روسته دوه ليكې را ښكاره شوې:
-1هغه ليكه، چې د ټبر یا قبیلې خوا يې ونيوه او د بني ساعده و له څپرګي را وټوكېده.
-2هغه ليكه، چې د اهل بيتو خوا يې ونيوه او له حضرت علي سره همژمنې شوه.
لومړى ليكه: يعنې د ((ټبريز یا قبیلوي اسلام)) ليكه.
دويمه ليكه: يعنې د ((محمدي اسلام)) ليكه.
د جناب رسول الله صلی الله علیه و آله د مرګونې ناروغۍ پر مهال، د دواړو ليكو ترمنځ شخړې زور واخېست او كه څه هم ټبريز یا قبیلوي اسلام بر لاس شو، خو همېش محمدي اسلام د مبارزې په ډګر كې و.
كله يې په توره، كله يې په سياست او كله يې په دواړو مبارزه كوله. د دې كتاب نيت دادى،
چې د اسلام تاريخ له سره وپېژندل او بيا وليكل شي، ځكه سياسي رنګ يې اخيستى او شخصيتونه يې پر نصوصو او متونو بر لاس شوي او ټبريزې شخړې پر اسلامي ارزښتونو لا سبري دي.
مسلمانانو د تاريخ بهير د جناب رسول الله صلی الله علیه و آله د وفات له ورځې تر ننه د سپېڅلتيا په ليد تر غور لاندې نيول، بې له دې چې څه ګوتنيونه او بيا كتنه په كې وي د دې كتنې سرچينه، له مسلمانانو راتاو سلفي ځنځيرونه دي، چې څوك نه پرېږدي د تاريخ حركت په «بشپړتيا يې ليد» او له هغو “سپڅلتيا وو” لرې وويني، چې ټاكلي وګړي يې په شپول كې نيولي دي او په دې ويينه كې موخه مو دا نه ده، چې يو شمېر هغه شخصيتونه چې د مسلمانانو د درناوي وړ دي خوګانې پكې ولټوو او خداى مه كړه سپکاوی يې وكړو؛ بلكې موخه مو داده، چې « متون » پر « رجالو » غوره او اوچت وبولو او بيا وګړي د متونو په سيوري كې وتلو.
نيت مو د يوه داسې قانون اېښودل دي، چې د تاريخ په بيا لوستنه كې مو لاسنيوى وكړي، داسې بيا لوستنه، چې د نصوصو له لارې حقايق تر لاسه كړو، نه د رجالو او وګړو له لارې. د تاريخي حقايقو په هکله بحث، بايد رښتونې نښې نښانې ولري او څه چې دلته لولو، بېشكه په ورځېني ژوند كې مو رېښې لري او په ټوليز ډول د مسلمانانو واقعيت او اسلامي اندنه رانغاړي.
هغوى چې د اسلامي بلنې چارې پر مخ وړي او له تبليغاتو سره يې مخه وي، بايد پوه شي چې د تاريخ د حركت پېژندنه د اسلام پوهنې لازمي سريزه ده او د تېرو پېژندنه د اوسني وخت د پېژندنې سريزه ده.
او په دې توګه دا كتاب له تېرو تر ننه يوه كتنه وه او هيلمن يم چې د تېرو له ځنځيرونو د مسلمانانو د عقلونو ازادۍ ته يو ګام وي
از آغاز بعثت پیامبران صل الله علیه و آله و سلم رویارویی میان خاندان نبوت و خطهای دیگر آغاز شد، و همچنان در جلوه های مختلف نمودار می شد و خطرناکترین و پایدارترین آنها جلوه منافقانه آن بود که پس از پیامبر بیشتر خود را نشان داد.
نژاد پرستان و آزادشدگان و شکست خوردگان وسازشکاران و منافقانی که به خاطر رسیدن به منویات شخصی خویش، به اسلام پیوسته بودند، اگر با خاندان نبوت – که خلاصه می شد در علی و فاطمه و حسن و حسین علیه السلام – به نبرد پرداختند و همواره درگیر می شدند، اصل دشمنیشان – بی گمان – با پیام آور اسلام بود ولی چون قدرت مقابله با او را نداشتند، با شاخه های درخت مقدسش به جنگ و جدال پرداختند. و از آن سوی ، بیشتر مردم که عوام الناس را تشکیل می دادند و به خاطر نا آگاهی و تحت تأثیر تبلیغات قرار گرفتن و آشنا نبودن با مسائل اصلی و یا به خاطر اینکه تازه مسلمان بودند و هنوز کاملا با فرهنگ اسلام آشنایی نداشتند، دنبال هر صدای تازه ای رفته و زیر هر پرچم رنگارنگی قرار گرفتند….
کتاب حاضر که نوشته یکی از محققین عالیمقدار معاصر، نویسنده بزرگ مصری، صالح الوردانی است، زحمت جستجو را در میان دهها کتاب تاریخ و حدیث ، برای خواننده عزیز کم کرده است و خود به جستجوی زیاد در لابلای کتابها و نوشته ها پرداخته و مطالب را دسته بندی کرده و حق را چنان که هست، نشان داده تا رهروانش آن را در آغوش گیرند و از آن تبعیّت کنند.