دعا اجر او ثواب لري او د دعا د منل کېدو ژمنه شوې؛ خو که دعا له ژبې تېره شي او ژبه له زړه سره همغږي پيدا کړي او د انسان روح ولړزوي؛ نو ستر روحانيت لري؛ داسې به وي؛ لکه چې انسان ځان په رڼا کې ډوب ويني او هله به د انسان د شرافت ګوهر احساس کړي. هغه مهال به پوه شي، چې په نورو وختو کې، چې نورو وړو څيزونو پر ځان بوخت کړى و او کړاوه يې، څومره پرېوتي ول.
انسان چې کله بې له خدايه څه غواړي؛ نو د بې پتۍ احساس کوي؛ خو چې له خدايه څه غواړي؛ نو د پت احساس کوي؛ نو دعا هم طلب (غوښتنه) ده او هم مطلوب. هم وزله ده او هم موخه. هم سريزه ده او هم پايله. الهي اولياوو د دعا هومره بل هېڅ څيز هم ښه نه ايسېدل، د زړه ټول حال يې خپل واقعي محبوب ته وايه او تر مطلوبونو يې ډېر خپلو طلبونو، دعاګانو او راز و نياز ته ارزښت ورکاوه، په دعاګانو نه ستړي کېدل؛ لکه څنګه چې
حضرت علي (کرم الله وجهه) “کميل نخغي” ته وايي: ((ناڅاپه د بصيرت د حقيقت په کمال کې آګاهي يې پر زړونو راکېووته او د يقين خوند يې درک کړ او د هغه له حقيقت سره يې اړيکه ونيوه او له څه نه، چې دنيا لمانځي په وېره کې دي او ناوړه او ستونزمن يې ګڼي؛ دوى ته نرم، په زړه پورې او خوښ دي او له هغه څه سره مل شوي، چې ناپوهان ترې په تېښته کې دي او له دنياوالو سره يې په هغو بدنونو معاشره کړې، چې د بدنونو روح يې په ربوبِ عالم پورې اړوند دى. ))
دعا خپل شرايط لري او لومړى شرط يې دادى، چې واقعاً غوښتنه د انسان په وجود کې راپيدا شي او د بدن ټولې ذرې يې دا غوښتنه څرګنده کړي، چې واقعاً څه چې غواړي د اړتيا، غوښتنې او دعا په بڼه شي؛ لکه څنګه چې د بدن په يوه برخه کې يې چې څه ته اړتيا پيدا شي؛ د بدن ټول غړي يې په فعاليت پيل وکړي او ان يو غړى خپل کار رالږ وي، چې د بل غړي اړتيا پوره شي.
دُعا، طلب و درخواست بندگان از خدا یا آنچه معبود میپندارند، برای رسیدن به خواستههاست. در متون دینی، دعا به عنوان یکی از راههای ارتباط با خدا و برترین عبادتها تأکید و با تعابیری مانند سلاح مؤمن و نور آسمان و زمین توصیف شده است.
برای دعا آداب و شرایطی از جمله خواندن خدا با اسماء الحسنی، طلب از پروردگار از سر بیم و امید و از روی تضرع و خشوع، شروع دعا با بسمله و حمد و صلوات، ذکر شده است. دعا به زمان و مکان خاصی محدود نشده ولی بعضی از زمانها و برخی از مکانها برای دعا کردن مناسبتر معرفی شده است.
استجابت دعا در آیات و روایات به رعایت شروطی از جمله همسویی دل و زبان، انقطاع از غیر خدا و دعا همراه با استغفار و عمل صالح مشروط شده است. علی رغم وعده استجابت دعا از سوی خدا، گاه دعای انسانها به دلائلی مانند لقمه حرام، ترک امر به معروف و نهی از منکر و قطع رحم مستجاب نمیشود.
خداوند در قرآن دعاهایی از زبان پیامبران و بندگان صالح خود نقل کرده است که مفسران در مباحث کلامی به آنها استناد کردهاند. در جوامع حدیثی شیعه و سنی برای برخی ساعات روز و ماههای قمری دعاها و ذکرهای گوناگون قرآنی و غیرقرآنی نقل شده است که به آنها دعای مأثور گفته میشود؛ از جمله: دعای کمیل، دعای ندبه، دعای توسل، دعای عهد و دعای جوشن کبیر.