د مشرۍ ونډه او پېژندل يې
د دې ليکنې چورليزه ويينه، د امت د امام او امامت سمه پېژندنه ده، چې د حق امامان د باطلو له امامانو سره علمي او عملي پرتله شوي، چې پرتله کول د پېژندنې يو لار ده، دغسې دا پېژندنه مو د نبي کريم د دې حديث له مخې ده: “چې څوک ومري؛ خو د خپلې زمانې امام يې نه وي پېژندلى؛ نو مړينه به يې د جاهليت مړينه وي” يعنې د جاهليت د زمانې د خلکو په څېر به، بې معرفته او بې دينه له نړۍ تللى وي او پر تندي به يې د جاهليت تور داغ لګېدلى وي.
له دې حديثه دوه مطلبه په لاس راځي:
)١په هرې زمانې کې ټولنې ته د مشر اړتيا او لزوم.
)٢د رښتينو مشرانو پېژندنه.پايله داچې، که په ټولنه کې مشر نه وي او يا حق امام له باطل امامه ونه پېژنو؛ نو ژوند مو د جاهلي ژوند په څېر پاى ته رسي، چې د دنيا او آخرت ننګ به راپرغاړه وي.
پردې حديث د پوهېدو لپاره، اړین دي چې د مشرتوب په اړه، د امام شرايط او د امام د ونډې په باب يوه لنډه څېړنه وکړو.
امامت او مشرتوب بشر ته يو خورا ستر منصب دى او له همدې امله مسووليت يې هم دروند دى، چې له ډېرو وړتياوو او عملي ثبوتونو روسته ترلاسه کېږي.
امام صادق (رح) وويل: ابراهيم عليه السلام تر بنده ګۍ، نبوت، رسالت او دوستۍ (خلت) روسته امامت ته ورسېد.
او د بقرې سورت د ١٢٤آيت ( )٧له مخې، د امامت مقام يوه الهي ژمنه ده او په انسان کې د يو لړ وړتياوو تر رابرسېره کېدو روسته ورکول کېږي او بېخي (په پراخې مانا) ظالم ته نه ورکول کېږي او د خداى له لوري ورپېرزوکېږي، چې په ګردو ظواهرو او باطنو باخبر دى؛ نو امامت له الهي ځانګړو لورونو ځنې دى، چې ځانګړو وګړيو ته ورکول کېږي او زموږ له نظره امامت يا په بله وينا د امام ونډه دا ده چې:
امامت د ديني برنامو عملي کول دي، که په پراخه مانا، حکومتي برنامه او د الهي حدودو پلي کول وي او هم که په ظاهر او باطن کې د خلکو پالل او تهذيبول وي.
نو ځکه زموږ په ليد کې حق امام، د خداى له لوري نصب شوى دى او تر وسې وسې په ټولو اړخونو کې د اسلام د برنامو عملي کوونکى دى.
ومو ويل: انسان تر وړتياوو روسته دې مقام ته رسي، چې د “معصوم او “عالم په کلمو، حق امام له باطل امام څخه جلا کولاى شو.
پايله داچې: د پورته ليکنې له مخې او هم د “من مات ولم…حديث ته په پاملرنې موږ هله انساني او اسلامي آرماني ژوند ته رسېداى شو او د جاهليت له تپو تياروراوتاى شو، چې د امامت د سمې مانا تر پوهېدو روسته، خپل حق امام (معصوم او عالم) وپېژنو او ورپسې ولاړ شو
کتاب حاضر یکی از آثار ارزشمند فقیه عالی مقام آیت الله حاج سید عبدالله شیرازی می باشد. این کتاب ابتدا با نام «الامامه و الشیعه» به زبان عربی نوشته و منتشر و به چاپ رسید.
علی رغم کوچکی کتاب از نظر حجم و ظاهر، از نظر محتوی کثیر الفائده و پراهمیت می باشد و افراد به زبانهای مختلف آن را ترجمه کرده اند. از جمله ترجمه به زبان فارسی تحت نام «امام و امامت از دیدگاه اسلام» توسط محمد محمدی اشتهاردی صورت گرفته است.
این کتاب به زبان اردو، گچرایی و پشتو نیز ترجمه شده است.
اثر حاضر ترجمه پشتو این کتاب می باشد که در دسترسی علاقمندان قرار گرفته است.