د څېړنې موضوع، دحضرت امام ابوحنيفه رحمة الله علیه له ليدلوري داهلبيتو مقام او ديني مرجعيت یې دى. طبيعي ده، چې د اهلبيتو د مقام او ديني مرجعيت په باب د امام ابوحنيفه رحمة الله علیه پر نظرياتو سربېره، به د اهلبيتو له هغو وګړيو سره يې د اړيکو د څرنګوالي راوړل هم له موضوع وتلې خبره نه وي، چې د امام ابوحنيفه رحمة الله علیه همپېري ول؛ نوځکه تر پورته موضوع لاندې، بايد د اهلبيتو د ديني مرجعيت (علمي، سياسي، مانيز، باطني او فضايل مرجعيت او هم حب و بغض)، د تشيع مفهوم او ډولونه يې (چې د اهلبيتو له مرجعيت سره متناظر دى) هم وڅېړل شي. همداراز د امام ابوحنيفه رحمة الله علیه کلامي اندې او فقهي مذهب هم بايد د اهلبيتو له ښوونځي سره پرتله شي.
په موضوع پورې اړوند نور اړخونه، د تشيع په باب د امام ابوحنيفه رحمة الله علیه ليدلورى او له خپلو همپېرو شيعيانو سره يې د اړيکو څرنګوالى دى. همداراز د اهلبيتو د مقام او مرجعيت په باب د امام ابوحنيفه رحمة الله علیه پر ليدلوري د پوهېدو په موخه، په دې باب د حنفيانو د ليدلوريو څېړنه او د امام ابوحنيفه رحمة الله علیه له ليدلوري سره یې د ليدلوريو د همغږۍ دکچې ارزونه هم اړينه برېښي. پر دې سربېره د امام ابوحنيفه رحمة الله علیه د همپېريو ددې ټولو موضوعاتو څېړنه به د اهلبيتو او د دوى د ديني مرجعيت (د اهلبيتوسياسي، علمي او مانيز مرجعيت) په باب د امام ابوحنيفه رحمة الله علیه ليدلورى څرګند کړي او تر څنګ به يې د اهلبيتو په اړه د حنفيانــو د ليد او د امام ابوحنيفه رحمة الله علیه د ليد د همغږۍ څومره والى هم روښانه شي.
د پورته موضوع په پامنيوي، ددې څېړنې آریزه پوښتنـه دا ده: “د اهلبيتو او ديني مرجعيـت په باب یې د امام ابوحنيفه رحمة الله علیه ليدلورى څه دى او اهلبيتو ته پر کوم مقام قايل دى؟”
دا پوښتنه په لاندې فرعي پوښتنو ویشلاى شو:
.١ايا امام ابوحنيفه رحمة الله علیه د کلام او فقهې په ډګرونو کې د اهلبيتو پر ديني مرجعيت ګروهن و؟
.٢ايا امام ابوحنيفه رحمة الله علیه د اهلبيتو سياسي مرجعيت مانه؟
.3د اهلبيتو د فضايلو او ورسره د مينې او دوستۍ په باب يې څه نظر دى؟
.4له صادقينو (امام باقر او امام صادق) سره يې اړيکې څنګه وې؟
.5له خپلو همپېرو علويانو او شيعي پاڅونونو سره یې اړيکې څنګه وې؟
.6د تشيع په باب يې ليدلورى او له خپلو همپېرو شيعيانو سره يې اړيکې څنګه وې؟
.7ايا اهلبيتو او تشيع ته د حنفيانو ليد هماغه د امام ابوحنيفه رحمة الله علیه ليد دى که توپير لري؟ که توپير لري؛ نو ددې توپير او د ليد د بدلېدو لاملونه څه يې دي؟
که څه د”اهلبيتو” د مفهوم او مصاديقو په باب په شيعه او اهلسنتو کې د نظر يووالى نشته؛ خو په دې څېړنه کې مو مفروض دا دى، چې د اهلبيتو نوراني مصاديق”پنجتن پاک” (اهل کساء) او د امام حسي له ځوځاته نهه تنه امامان دي. موږ به په لومړي څپرکي کې دې ويينې ته يوه ځغلنده کتنه وکړو.
په دې څېړنه کې مواصل فرضيه داده: اهلبيتوته د امام ابوحنيفه رحمة الله علیه د دريځ له لامله لږ تر لږه په”سياسي او مينوال شيعه” کې یې رانغاړلای شو، که څه له علمي پلوه يې په يو ډول د اهلبيتو پر مرجعيت باور درلود. ”
د اسلامي مذاهبو د پيوستون د اړتيا او اهميت غوښتنه ده، چې تر شوني بريده، د نورو مذاهبو مشرانو او لارويانو ته د يوه مذهب د لاروي له کينې ډک او منفي ليد بايد د ځینې حقايو په څرګندولو تصحيح او سم شي. په دې ترڅ کې شيعيانو ته د حنفيانو د ليد سمونه او همداراز امام ابوحنيفه رحمة الله علیه ته د شيعيانو د ليد سمونه له خورا ارزښته برخمنه ده. په تېره په اهلسنتو کې درېیمه برخه مسلمانان په فقه کې د امام ابوحنيفه رحمة الله علیه لارويان دي. پر دې سربېره د ډېرى حنفيانو کلامي مذهب”ماتريدي” او”طحاويه” دى او ددې دواړو کلامي ښوونځيو بنسټګر (ابومنصور او ابوجعفر طحاوي) مدعي دي، چې د امام ابوحنيفه رحمة الله علیه د کلامي اندو
لارويان او شارحان یې دي؛ نو د”امامي تشيع او حنفي مذهب” ترمنځ پيوستون به د
ډېرى مسلمانانو ترمنځ پيوستون وي.
نه حنفيانو د اهلبيتو په باب د امام ابوحنيفه رحمة الله علیه ليدلوری درک کړی او نه یې د ده سياسي او علمي کړنلارې ښه پېژندلي او نه، په ځينو شيعي سرچينو کې اهلبيتو ته د امام ليد سم څرګند شوى دى. په واقع کې د اهلبيتو په باب د امام ابوحنيفه رحمة الله علیه دريځ ته له دوو ګوټو کتلاى شو: يو په شيعيانوکې خپور نظر، چې امام ابوحنيفه رحمة الله علیه په خپل علمي ژوند کې تل له اهلبيتو سره په تقابل کې و. بل له اهلبيتو سره د امام ابوحنيفه رحمة الله علیه هغه دوستانه اړيکوته له سره کتنه وشي، چې په شيعي او سني سرچينو کې راغل دي. دا چې کلونه کلونه؛ بلکې پېړۍ دي، چې له لومړي ګوټه اهلبيتو ته د امام ابوحنيفه رحمة الله علیه دريځ ته کتل کېږي؛ نو دا څېړنه په دې هڅه کې ده، ان که يو ځل هم وي، له يوه بل ګوټه دې نندارې ته وګوري او له دوړو وهلو حقايقو پرده اوچته کړي. هيله ده، چې د پورته موضوع په باب د امام ابوحنيفه رحمة الله علیه دريځ ته بيا کتنه ددې دوو ستو مذاهبو په نږدېدو کې مرسته وکړي.
د څه په رڼا کې چې وويـل شـول، ددې څېـړنې لومړنۍ موخې دادي:
الف) اهلبيتو ته د امام ابوحنيفه رحمة الله علیه د دريځ په باب د حنفيانو او شيعيانو د ليدلوري شننه او سمونه.
ب) د امام ابوحنيفه رحمة الله علیه، حنفيانو او تشيع ترمنځ ځینې ګډو ټکيو ته اشاره.
د څېړنې روستۍ موخې دادي:
الف) د مذاهبو د مشرانو پر وړاندې د اهلبيتو د مقام او د دوى د مرجعيت پېژندګلوي.
ب) داهلبيتوپه چورليز د اسلامي مذاهبو، په تېره د حنفيانو او تشيع ترمنځ له پيوستون سره مرسته. (د اهلبيتو په باب د امامي تشيع او حنفي- ماتريدي دوو مذاهبو ترمنځ پر ګډو ټکيو په ټينګار سره)

نمایندگی جامعة المصطفى افغانستان در ادامه فعالیت های تحقیقی خود در بهار سال ۱۴۰۲ کتاب «امام ابوحنیفه او اهل بیت علیهم السلام» به زبان پشتو منتشر کرد.
این کتاب ترجمه کتاب «جایگاه اهل بیت علیهم السلام از دیدگاه ابوحنیفه» نوشته محمد شفق خواتی است که توسط اجرالدین اقبال به زبان پشتو ترجمه گردیده است.
در این پژوهش آراء و عقاید امام ابوحنیفه راجع به اهل بیت علیهم السلام مورد تحلیل و بررسی قرار گرفته و ایشان در شمار ارادتمندان خاص اهل بیت علیه السلام قلمداد شده است.
این کتاب برای عموم و به خصوص دانشجویان کلام اسلامی، تاریخ اسلام و… مفید می باشد.
متقاضیان عزیز می‌توانند این کتاب را از فروشگاه کتاب نمایندگی جامعة المصطفى افغانستان ، واقع در چهارراهی دهبوری تهیه کنند.

لینک کوتاه مطلب : https://ofoghandisha.com/?p=8237

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

آخرین مطالب