ې د نړۍ پالونکي څښتن ته ده، سلام او درود دې زموږ پر ښاغلي او لارښود حضرت محمد مصطفى صلى الله عليه و آله وسلم، پر سپېڅلې کورنۍ او د هغه پر عزتمنو
په دې کتاب کې د قرآن له نظره د نبي کريم خويونه تشريح شوي او د يوه روايت له مخې، چې ” د حضرت محمد (ص) ګرد سره خويونه قرآن و” نو ددې کتاب په لوستو به ددې روايت پر هر اړخيزه مانا هم پوه شو. د کتاب لوستنه ځوان کهول ته اړينه ده، چې خپلې ناستې ولاړې او راشه درشه د کتاب د منځپانګې له مخې تر سره کړي، د هغې پېر په تمه، چې راتلونکى کهول مو نړيوالو ته د بشپړ محمدي اخلاقو بېلګه وي.
انسان که د ځان او د خپل چاپېريال اندونو او کړنو ته وويني نو نه يوازې يې انساني موخو ته رسولاى نشي؛ بلکې شونې ده، بې لارې يې هم کړي. الله دې هغه ورځ را نه ولي، چې زموږ د نوي کهول بېلګې پردۍ او غير اسلامي وي. موږ د افغان مسلمان ولس په توګه د الله اوامرو ته غاړه ږدو او الله په قرآن کې رسول الله (ص) غوره بېلګه راښوولې ده؛ نوځکه لازم دي، چې ځان پر نبوي؛ خويونو پوه او عمل پرې وکړو.
پېغمبراکرم صلى الله عليه و آله وسلم موږ ته بېلګه دى آنحضرت (ص) د 2٣کلونو په اوږدو کې وکړاى شول، “امت” جوړ کړي او نړيوالو ته يې وروښووله، چې د بشري ستونزو د واري لار؛ یعنې “مدينة النبي.”
موږ، چې د آنحضرت (ص) لارويان يو او هغه راته بېلګه دی بايد ځان وپوهو، چې آنحضرت له کومو طريقو کار واخست، چې دا بريا ور پر برخه شوه. په دې کتاب کې د آنحضرت اسلوب او چاردود خورا ښه شنل شوی او په دې حالاتو کې راښيي، چې څنګه د ټولنې د شرايطوپه پامنيوي ټولنيزې او سياسي هڅې وکړو، چې په هېواد کې د “مدينة النبي” په لاروۍ ټولنه جوړه کړو او پردې سربېره، ځوان کهول د کتاب تر مطالعې روسته په خپلمنځي خبرو اترو او ويينو کې له پياوړي استدلاله برخمنولاى شي او پخپله حضرت رسول الله (ص) حضرت علي کرم الله وجهه ته په وصيتونو کې ويلي، چې: ((شپږم وصيت مې دادى، چې په لمانځه، روژې او صدقې کې به راپسې راځې او سنت به مې عملي کوې.)) حضرت علي (ک) وويل: “چې څوک ځان پر الهي آدابو وپسولي، الله به يې د همېشنۍ ژغورنې پر لور ښیون کړي. ”
امام صادق رحمة الله عليه وويل: “دا مې ښه ايسي، چې مسلمان هله ومري، چې د نبي کريم ګرد سره سنتونه که څه د يو ځل لپاره وي؛ خو عملي کړې يې وي. ”
بېشکه کمال او آریزې موخې ته وررسېدل هله شونې دي، چې انسان په ټولو کړنو، راشه درشه او چلن کې د رسول الله لاروي وکړي او ځان د آنحضرت په ظاهري او باطني آدابو وپسولي، چې په دې بڼه کې د دنيا او آخرت له ښېګڼې برخمنېږي.غوره بېلګه ( ُأس َوة َحسنَة) لومړی ټوک د اسلام ستر پېغمبر حضرت محمد (صلى الله عليه و آله) انسانانو ته بېلګه دى، چې يې تر پېژندو روسته بايد لاروي وشي، زموږ ديني ټولنې، چې د تاريخ په بهير کې د يرغلګرو پر وړاندې بې سارې سرښندنې کړي او نيت يې هم د “محمد رسول الله” (ص) په مشرۍ د ديني غونډال – نظام ټينګول وو خو په خواشينۍ، چې د ټولنې د هڅوبيزې، سياسي، علمي، وټيزې او اډانیزې- تشکيلاتي ودې د نشتوالي له لامله، دې موخې ته رسېدلې نه ده؛ خو اوس چې د لوى الله په فضل، ټولو هېوادوالو ته لار پرانستل شوې، چې په دين ځان پوه کړي او پلي کولو ته يې راودانګي، چې ګرد هېوادوال مو د اسلام له پېغمبر(صلى الله عليه و آله) نه د سمې پوهېدنې په رڼا کې يو بل ته د رورۍ لاسونه ورکړي او په هېواد کې د(مدينة النبي) په لاروۍ ارماني ټولنه جوړه کړي.
اسلام په خپلو ګروهيزو آرونو (توحيد+نبوت+معاد) کې له بله تقليد او په پټو سترګو تګ روا نه ګڼي؛ یعنې څو مو پخپله په دې آرونو سر نه وي خلاص شوى نو د نورو د استدلال پر بنسټ په دې آرونو ګروهې درځنې نه منل کېږي او بايد ددې آرونو د منلو لپاره د خپل عقل او پوهې هومره دلايل ولرې، چې زړه دې یې هم تصديق کړي وي، چې يو له دې ګروهيزو آرونو ځنې نبوت دى؛ نو موږ په دې کتاب کې د “سيرة النبي” په کښلو کې پر يو نوښت لاس پورې کړ او هغه داچې کتاب نېغ په نېغ پخپله د رسول الله (ص) په سيرت پیل نه کړو؛ بلکې لومړى پر نبوت بيا د پېغمبرانو په ځانګړنو او ورپسې “د غوره بېلګې” پر ځانګړنو، خویونو، دودونو، کړلارو او ویناوو رڼا واچوو.

سیرة رسول‌الله یا زندگی رسول خدا که به سیرهٔ ابن اسحاق مشهور است، اثر محمد بن اسحاق بن یسار از مورخان تاریخ اسلام است. این کتاب نخستین سیرهٔ نسبتاً جامع از زندگی محمد پیامبر اسلام است و به‌عنوان اولین کوشش اصیل در این زمینه شناخته می‌شود. کتاب، اخبار تاریخی از آغاز خلقت آدم تا پایان زندگی پیامبر را شامل می‌شد. بعدها ابن هشام مطالبی را که مربوط به زندگی پیامبر نمی‌شد، به‌عنوان زوائد حذف کرد. سیرهٔ ابن اسحاق دارای ساختار منظمی است و نشانگر این است که احتمالاً علاوه بر تلاش‌های خود او، تحت‌تأثیر استادان خویش نیز بوده‌است. ابن اسحاق به‌خاطر تدوین کتاب در مدینه، متأثر از نقل‌های مدنی است که محدودیت‌هایی دارد، اما کتاب او در عراق منتشر شد و ازهمین‌رو راویان سیرهٔ ابن اسحاق شرقی هستند. او تحت‌تأثیر راویان یهودی، مسیحی یا مسلمانانی متأثر از اهل کتاب بوده و بخش اول اثرش را — که کتاب المبتدأ نام داشته و بعدها ابن هشام آن را زدود — از طریق این افراد نوشته‌است. او به‌دلیل نقل بسیاری از احادیث و فضایل اهل بیت پیامبر و امیر المؤمنین علی بن ابی‌طالب در کتابش، توسط مخالفانش به تشیع نسبت داده شد.
ترجمۀ فارسی کامل این کتاب با عنوان «سیره محمد رسول الله» در سه جلد با ترجمۀ مسعود انصاری توسط انتشارات مولی در سال ۱۳۹۲ به چاپ رسید.

لینک کوتاه مطلب : https://ofoghandisha.com/?p=8371

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

آخرین مطالب