په انسان کې بېلابېلې غريزې دي، چې له دې غريزو ځنې يوه هم د انسان جنسي غريزه ده او بلخوا مونږ مسلمانان عقيده لرو، چې اسلام خاتم دين دى او د انسان ټولو اړتياوو ته په هر وخت او ځاى کې ځواب ورکوي او په ټولنه کې، چې له ډېرو ځوانانو او له هغو وګړيو سره په تماس کې وم، چې له کوره به لرې ول او يا به يې د مالي توان د نه درلودو له امله واده نه شو کولاى او د همدې امله به يې يو رټل شوي چار؛ يعنې زنا او يا هم لواط ته مخه کوله او داچې په خپله هم په دې عقيده وم، چې اسلام به هرومرو دې چار ته يوه لار لري؛ نو ددې ستر معضل د حل لپاره په اسلامي منابعو کې په لټه شوم، تردې چې په “عزيز التفاسير” کې مې د “لنډمهاله واده يا متعه” په نوم يوه موضوع ومونده او پکې يې کښلي وو، چې اهل تشيع “متعه يا لنډمهاله واده” حلال ګڼي؛
خو د هغوى د رد لپاره يې کوټلي دلايل نه وو راوړي او دا هم راته د لا تعجب ځاى و، چې وويل شي، چې خداى او رسول يې يو چار حلال کړى او موږ يې حرام ګڼو؛ نو ځکه مې په دې څېړنه کې هم د اهلسنتو او هم د اهل تشيع دلايل راوړي او په پاى کې مې په دې اړه د اهل تشيع د معاصرو علماوو نظرونه هم راوړي دي او بې له کوم تصرفه مې هر څه د ګران لوستونکي مخې ته ايښي دي او قضاوت په خپله لوستونکو ته پرېږدم او هيلمن يم، چې د اسلامي مسايلو په پوهاوي کې راته يوازې ملاک قرآن او د رسول الله سنت وي او له بې ځايه تعصبونو ځنې ډډه وکړو .

په دې څېړنه کې له “عزيز التفاسير”، د آيت الله شيخ آصف محسني د “مسايل کابل” له کتابه، د مرحوم علامه سيد مرتضى عسکري له “برگستره سنت”، د آيت الله ناصر مکارم شيرازي له “اعتقاد ما”، د استاد مطهري له “نظام حقوق زن در اسلام” د آيت الله جعفر سبحاني د “منشور عقايد اماميه” او د فلسطين ليکوال دوکتور اسعد وحيد القاسم د” در جستجوى حقيقت” له کتابونو ګټه اخستل شوې ده.

لینک کوتاه مطلب : https://ofoghandisha.com/?p=8416

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

آخرین مطالب