له آره افغان ټولنه؛ یوه دیني ټولنه ده، چې پر همدې بنسټ یې په یوه پېړۍ کې د نړۍ درې زبرځواکونه په ګونډو کړل؛ یعنې د دیني سپارښتنو له مخې، په ((اصغر جهاد)) کې بریالي ول او دي؛ خو چې کله د دین پر بنسټ ((اکبرجهاد))؛ یعنې ځان د جوړونې، ټولنې جوړونې او نظام جوړونې پړاو را و رسي؛ نو ګوډ شي او تګ یې له ستونزو سره مخ شي.
ډېری ددې چار لامل، بهرني لاملونه ګڼي؛ خو زما په اند، لامل یې د ((اصغر جهاد)) هومره په ((اکبر جهاد)) کې د بسیا پوهې نه درلودل او کږپوهنه ده؛ یعنې ډېری چارې، چې په دین کې نشته یا د دین خلاف چارې دي، په خورا ویاړ او تعصب یې د دین په نامه ترسره کوو او بیا هم د دین د ژورې پوهې د نه درلودو له لامله، له هغو چارو سره په مخالفت لاس پورې کوو، چې د دین بنسټونه دي؛ نو چې کله دغه دوې چارې، یو له بل سره وزن کړو؛ نو ټولنه مو بې تولې شي، ګډه وډه شي او ددې پرځای چې ټولنه په دین سمباله شي، د ځینو وګړیو د ناپوهۍ، کږپوهۍ او یا د ناسمو تفسیرونو له لامله، له ستر ګواښ سره مخ شي؛ نو دغه مهال، د دین ضد کورني عناصر او یا بهرني دښمنان، پر تبلیغاتو لاس پورې کوي، چې دین د بدمرغۍ لامل دی او تاسې وګورئ، په کومو ټولنو کې چې دین له سیاسته جلا دی، هغوی د پرمختګ په لومړیو درجو کې دي او موږ د روسته والي په لومړیو درجو کې.
حال دا، دین په بشي ژوند کې د انسانانو ترمنځ د هر ډول سیاسي، وټیز، ټولنیز او…. چارو د تنظیم لپاره راغلی دی؛ نوځکه د قرآن د تر ټولو ستر سورت (البقره) تر ټولو ستر آیت ()282 د ژوند د وټیزو چارو د اوډون لپاره راغلی؛ نوځکه وايو، چې قرآن؛ اساسي قانون دی، چې دغه اساسي قانون، د رسول الله د سنتو په نامه مفسر هم لري.
موږ د خپلې ټولنې پر دغه درد دردېږو؛ د نوموړیو ستونزو حل لار، قرآن او سنتو ته په رجوع کې ګڼو؛ نوځکه مو له اسلامي سرچینو هغه مطالب را ایستي او جلا کتاب مو ترې جوړ کړی، چې په ((اکبر او اصغر)) داوړو جهادونو او په پایله کې د دین پر بنسټ، د وګړي، ټولنې او نظام په جوړونه کې مرسته کوي.

لینک کوتاه مطلب : https://ofoghandisha.com/?p=8215

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *